د سمنګانو د ترانسپورت ریاست مسوولینو د یاد ریاست د ځمکني خدماتو په عوایدو کې د تېرکال په پرتله د ۳۰ سلنه د زیاتوالي خبر ورکړی دی. د سمنګانو د ترانسپورټ ریاست د تنظیم رییس ویلي، چې د یاد ریاست عواید په روان کال کې څه باندې ۶۳ میلیونه افغانیو ته رسيدلي، په داسې حال کې، چې تېرکال ۳۵ میلیونه افغانۍ وو او د تېرکال په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښيي. نوموړی وايي، پرله پسې فعاليتونه، د موټرو د لېږد رالېږد برابرول او د بار وړونکو موټرو کنټرول د دغه زیاتوالي مهم لاملونه دي. د نوموړي په خبره، د سمنګانو د ځمکني ترانسپورټ د عوایدو د راټولولو په موخه په راتلوونکي کال کې د یاد ولایت په بېلا بېلو سیمو کې نورې ترانسپورټي اډې هم جوړوي.
































