د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د سولې په اړه د نړیوالې او سیمه ییزې اجماع د پیاوړتیا په لړ کې د بهرنیو چارو وزارت نن د دوو مهمو غونډو کوربه دی. دده په خبره په دې غونډو کې د سولې پر روان بهیر او د نړیوالو پر همکاریو خبرې کېږي. ګران هېواد وايي افغان حکومت غواړي چې په افغانستان کې د تلپاتې او دایمي سولې لپاره لار هواره کړي نو له همدې امله هڅه کوي چې له نړیوالو سره خپلې اندېښنې او نظرونه شریک کړي او ددوی خبرې هم واوري. تر دې وړاندې هم د بهرنیو چارو وزارت ګڼې نړیوالې غونډې جوړې کړې دي او له نړیوالو یې د افغان سولې لپاره ملاتړ جذب کړی دی. ګران هېواد دا نه دي ویلي چې په دې غونډو کې به د کومو نړیوالو ادارو او هېوادونو استازي برخه اخلي.
































