د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، را روان ۱۴۰۳ کال کې په ټول هېواد کې د بې سرپرسته ماشومانو لپاره ۷۰ روزنتونونه جوړېږي. د دې وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي وایي، په یادو روزنتونونو کې به هلکانو او نجونو ته په جلا جلا ډول زده کړې ورکول کېږي. ابراهیمي زیاته کړې، چې د یتیمانو د ملاتړ لپاره يې له خصوصي سکتور سره د څه باندې ۳ میلیارده افغانیو ارزښت تر ۵۰ زیات تړونونه لاسلیک کړي دي. د نوموړي په خبره، دا مهال په هېواد کې شاوخوا ۱۰ زره یتیمان او بې سرپرسته ماشومان په دولتي او خصوصي روزنتونو کې روزل کېږي.
































