د ننګرهار کانال شرکت په ۱۱۶ جریبه ځمکه کېد یو خصوصي شرکت له لوري د ۱۷ لکه ډالرو په لګښت فارم جوړ کړی، چې ۳۰ زره نسلي چرګان یې پکې ساتلي دي. د مسوولینو په خبره، په دغه فارم کې هره میاشت ۶ سوه زره چرګوړي تولیدیږي او ۴۵۰ تنو ته پکې د کار زمینه هم برابره شوې. د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال، صدراعظیم عثماني ویلي، افغانستان د چرګانو د غوښې او هګیو له پلوه ځان بسیاینې ته نږدې شوی او دې برخه کې یې هڅې ګړندۍ کړې دي. نوموړي ویلي، چې اوسمهال په هېواد کې د چرګانو روزنې له لس زرو زیات فارمونه فعالیت لري او هره ورځ ترې په زیاته اندازه د چرګانو غوښه ، هګۍ او نور عرضه کېږي.
































