د دایکندي ولایتي مسوولین وايي چې د واورې اورښت له امله د یادې ولایت د ولسوالیو سربېره کابل ته غځېدلې ټولې لارې تړل شوې دي. د مسوولینو په وینا، د کابل- دایکندي او د ولسوالیو لارې د پنجاب او یکاولنګ نمبر۱ ولسوالیو ترمنځ په «شاتو» کوتل کې تړل شوې. د بامیان د ټولګټو ریاست رییس انجینیر حفیظالله نعمتي ویلي چې دغه لویه لاره تر بلې خبرتیا تړل شوې. نوموړي له ټرانسپورټی او مسافروړونکو شرکتونو غوښتي چې تر بلې خبرتیا دې پر دې لارې له سفر کولو ډډه وکړي. په همدې حال کې د بامیان ټولګټو رییس حفیظالله نعمتي وايي چې د کابل-بامیان لویه لاره هم د واورې او توپان له کبله تړل شوې ده. د نوموړي په وینا، د بامیان مرکز سره د دغه ولایت د شپږو ولسوالیو غځېدلې لارې هم بندې شوې دي. د بامیان د ټولګټو رییس وايي چې د یادو لویو لارو د پاکولو او خلاصولو هڅې روانې دي.
































