د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت د بامیانو ولایت په سیغان او شیبر ولسوالیو کې د ۱۲۸ بېلابېلو پروژو د بشپړېدو خبر ورکوي. دغه وزارت ویلي چې د یونفس دفتر په مالي مرسته د بامیانو ولایت په سیغان او شیبر ولسوالیو کې د افغانستان معیشت او ټولنیز ملاتړ پروګرام د ۱۲۸ پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. یاد وزارت زیاته کړې چې په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو بیارغول او جغل اچول، د کرنیزو کانالونو پاکول، د پلچکونو، محافظوي دېوالونو جوړول او د کانالونو او سیلبرونو پخول شامل دي. د یادو پروژو د کار په جریان کې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره يې په اړوندو برخو کې د نوموړو ولسوالیو د اوسیدونکو ستونزې هوارې شوې.
































