د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د چین د «ژینګ ژن» شرکت له رییس سره کتلي دي. د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې، د «ژینګ ژن» شرکت رییس د افغانستان د کاني زېرمو په برخه کې، د پانګونې د شته فرصتونو په اړه خبرې وکړې او د نفتو او ګازو په برخه کې په پانګونې سربېره، د معیاري کارخونې د جوړولو غوښتنه یې وکړه. هغه، دغه راز د سروې، اکتشاف او استخراج په برخه کې د یاد شرکت د تجربو او ظرفیت په اړه معلومات ورکړي دي. د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هم د افغانستان د کاني زېرمو په موخه د پانګونې او د نفتو د معیاري کارخونې د جوړولو په برخه کې د یاد شرکت د رئیس د لېوالتیا هرکلی کړی او د شرکت د پروپوزل د وړاندې کولو غوښتنه یې کړې ده.
































