د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدراۍ رياست مسوولینو خبر ورکړی، چې سږ کال په دغه ولایت کې پر ۱۹۰۰ هکتاره ځمکه پیاز کرل شوي دي. د یاد ولایت د کرني، اوبو لګولو او مالدراۍ رياست د مسوولینو د اټکل له مخې سږ كال به په دغه ولايت كي ۷۶ زره ټنه پياز راټول شي. که څه هم په ځینو ولایتونو کې دومره پیاز کرل کیږي، چې د هیواد لپاره بسنه وکړي، خو په هیواد کې د سړو خونو کمښت هغه ستونزه ده، چې بزګرانو یې په بار بار شکایتونه کړي دي او دا چاره د دې لامل کیږي، چې بیا هیواد ته د اړتیا وړ پیاز په ګرانه بیه له ګاونډیو هیوادونو څخه را واردشي. په داسې حال کې چې تېر کال هم په ټول افغانستان کې د پیازو قيمتونه ډیر لوړ شوي وو، او خلکو يې د پېرلو وس نه درلوده.
































