د لغمان ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې د روان لمریز کال په تېرو ۱۰ میاشتو کې د کابل ـ جلال اباد پر لویه لار ٦٢ ترافیکي پېښې رامنځته شوې چې ۵۳ تنه پکې مړه او ۱۶۷ تنه نور پکې ژوبل شوي دي. د لغمان ولايت د ترافيکو مديریت د مالوماتو له مخې په مړو شویو کسانو کې ۲۵ نارینه، ۶ ښځې او ۲۲ ماشومان شامل دي او همدا راز په ټپیانو کې ۱۱۹ نارینه، ۱۹ ښځې او ۲۹ ماشومان دي. د یاد ولایت د ترافيکو مديریت مسوولینو د ترافيکي پېښو د زیاتوالي لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د موټرو ګڼه ګوڼه، ګړندی تګ، د شپې له خوا د تیزو څراغونو کارول او د سړکونو خرابوالی ياد کړی دی.
































