د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال د ملي پراختیا شرکت بېلابېلو برخو څخه لیدنه کړې او د دې ملي شرکت کړنې یې ستایلې دي. دې کتنه کې اقتصادي مرستیال ویلي، چې ملي پراختیا شرکت په کم وخت کې ښې لاسته راوړنې لري او نړۍ ته یې د افغانانو وړتیاوې په ښه ډول ښکاره کړې دي. یاد معاونیت ویلي یې، چې اقتصادي مرستیال د ملي پراختیا شرکت مسوولینو ته د هر ډول مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړی دی.په دې کتنه کې د یاد شرکت اجرایوي رییس عبدالرحمن عطاش ډاډ څرګند کړی، چې ملي پراختیا شرکت د هېواد د آبادۍ او په ځان بسیا کېدو لپاره هراړخیز پلانونه لري او په ځینو یې عملاً کار روان دی. د یادونې وړ ده، چې ملي پراختیا شرکت د قوش تېپې سترې پروژې په ګډون د ګڼو نورو لویو ملي پروژو چارې پر مخ وړي.
































