د ټولګټو چارو وزارت ویاند ويلي، چې د سالنګ لویه لار، چې تېره ورځ د سختو واورو او توپان له کبله تړل شوې وه؛ نن سهار د وړو موټرو پر مخ پرانیستل شوه. د ټولګټو چارو وزارت ویاند پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په شمالي سالنګ کې ۵۴ سانتي متره او په جنوبي سالنګ کې له ۶۴ څخه تر ۱۳۹ سانتي مترو پورې واوره شوې ده.
































