د بدخشان ولایتي چارواکو ويلي، چې په دغه ولایت کې د واورې ښویېدو له کبله درې کسان مړه شوي دي. د چارواکو په خبره دا پېښه د دغه ولایت د شهربزرګ ولسوالۍ د سنګخواه کلي په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده. د چارواکو په خبره، د سیمې اوسېدونکو په مرسته تر واوې لاندې شوې جسدونه را وېستل شوې دي. دغه راز د بدخشان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس محمد کامګار ويلي، چې د درواز د اړوند سیمې پېنځه ولسوالیو او د راغ د درې ولسوالیو تر منځ د تګ راتګ لارې تړل شوې دي.
































