د چیلي هېواد ولسمشر ګابریل بوریک ویلي، چې د دغه هېواد په ځنګلونو کې د اور لګېدنې له امله د مړو شمېر ۴۶ تنو ته لوړ شوی دی. د دې هېواد ولسمشر زیاته کړې، کېدای شي د مړو شمېر له دې هم ډېر شي. د چیلي کورنیو چارو وزیرې کارولینا توها یوه خبري کنفرانس ته، چې اورلګېدو تر ۴۳ زره هکټاره زیاته ځمکه زیانمنه کړې او له ۱۱۰۰ څخه یې ډېر کورونه اغېزمن کړي دي.
































