میدان وردګو ولایت کې ۵۰۰ جریبه ځمکه د هېواد ملي پانګوالو ته په واک ورکړل شوې ده. د میدان وردګو ولایتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده. د پانګوالو او سوداګرو غوښتنو او ستونزو ته پر وخت رسېدنه کېږي او له دوی غوښتنه کوي، چې په یاد ولایت کې پانګونه وکړي. د دغه ولایت اوسېدونکي هم له پانګوالو غوښتنه کوي، چې په خپل هېواد کې تولیدي کارخونې جوړې کړي، تر څو بې روزګاره کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شي. د ویلو ده چې د تېرې میاشتې په لړ کې په دغه ولایت کې د پلاستیک تولید کارخونې په فعالیت پيل کړی چې په مستیم او غیر مستقیم ډول لسګونه کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.
































