د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي چې د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو یوه بله ډله یې هم په کابل کې دریو خصوصي روغتونونو ته د درملنې لپاره ور وپېژندله. یادې ټولنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، ۷۸ ماشومان چې د سوري زړه په ناروغۍ اخته دي، په دغو روغتونونو کې به یې درملنه وشي او لګښت یې د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي. د یادونې وړ ده چې افغاني سرې میاشتې په تېرو ۱۸ میاشتو کې په ټوله کې ۲۸۳۱ ماشومان د هېواد بېلابېلو روغتونو ته د درملنې لپاره ورپېژندلي.
































