د بدخشان ولایت ځايي چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په مرکز فیض آباد او بهارک ولسوالۍ کې د ۲ ترافیکي پېښو له کبله ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د بدخشان د ترافیکو مدیت مسوولینو ویلي، چې دا پېښې د فیض آباد ښار په پنځمه حوزه او د بهارک ولسوالۍ په قلاتک سیمه کې رامنځته شوې چې په کې ۲ کسان مړه شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې په هیواد کې ترافیکي پېښې زیاتې شوې دي، خو د هیواد په کچه د کابل – جلال اباد لار بیا ډېره خونړۍ ښودل شوې چې په تېرو ۱۰ میاشتو کې په دې لاره ۶۲ ترافیکي پېښې شوې دي.
































