د عامې روغتیا سرپرست وزیر بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې، د دې ولایت د حوزوي روغتون له ټولو چارو څخه د لیدنې ترڅنګ په یاد روغتون کې د مور او ماشوم د پاملرنې څانګه پرانیستله. سرپرت وزیر ویلي، چې په ټول هېواد کې ۱۱ زره فعال بسترونه موجود دي، په داسې حال کې چې د افغانستان نفوس ته په کتو سره په ابتدايي شکل باید ۴۵ زره بسترونه شتون ولري. نوموړي ټولو ډاکټرانو ته ډاډ ورکړی، چې د تخصصي ډاکټرانو معاشات به ډېر ژر لوړ کړي. هغه ویلي د روغتیا برخې د معیاري کولو، د ښو خدماتو، مسلکي او تخصصي ډاکټرانو په جلبولو او د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې به د ټولو مشورو او نظرونو ته لومړیتوب ورکول کېږي.
































