د افغانستان- پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وایي چې د بار وړونکو موټرو د چلوونکو د ستونزو د حل لپاره باید موټر چلوونکو ته د وېزې پر ځای اجازه لیکونه ورکړل شي. د دې خونې رییس خانجان الکوزی وایي چې له پاکستان سره د راکړو ورکړو د زیاتېدو او د ستونزو د حل لپاره اړتیا ده چې یو میکانیزم جوړ شي. الکوزی زیاتوي که چېرې له پاکستان سره ستونزې حل نهشي، سوداګر به یو ځل بیا له مالي زیانونو سره مخ شي. د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم وايي، چې د افغانستان تر ټولو ډېره سوداګریزه راکړه ورکړه له پاکستان سره ده او اړتیا ده چې په دې برخه کې نورې اسانتیاوې برابرې شي. بل پلو ځینې سوداګر وايي د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ د پراختیا لپاره اړتیا ده، چې له نورو هېوادونو سره هم سوداګري زیاته شي.
































