د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونیسف ویلي، چې تېر کال یې نږدې اوه لکه افغان ماشومانو ته د سیمییزو ټولګیو له لارې د تعلیم زمینه برابره کړې ده. د یونیسف افغانستان څانګې په یوه بیان کې پر خپله ټویټر پاڼه پرون دا خبره کړې ده. د بیان له مخې، تېر ۲۰۲۳ کال د یونیسف په ملاتړ ۶۸۶ زره افغان ماشومان چې ۶۰ سلنه یې نجونې دي په ښه کیفیت او له لګښت پرته د سیمییزو ټولګیو له لارې زده کړو ته لاسرسی پيدا کړی دی. یونیسف دا ټولګي معمولا په لرو پرتو سیمو کې جوړوي چې یا له ښوونځیو لرې وي یا یې نجونې او هلکان له تعلیمه محروم شوي وي.
































