په ننګرهار ولایت کې د پسرلني نیالګیو کېنولو لړۍ پيل شوه، د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، سږ کال د دې ولایت په دولتي او نادولتي قوریو کې پنځه میلیونه ثمر لرونکي او بې ثمره نیالګي تولید شوي دي، چې د کېنولو لړۍ یې پيل شوه. په همدې حال کې د ولایت مقام او چاپریال ساتنې ادارې مسوولین د نیالګیو کېنول د اقلیمي بدلون د اغېزو د کموالي په برخه کې خورا مهم اقدام بولي او له ولسي وګړو د نیالګیو د کېنولو او پالنې برخه کې د رغنده همکارۍ غوښتنه کوي. دوی همداراز زیاتوي چې د نیالګیو د پالنې په موخه یې د بېلابېلو ادارو یوه کمېټه هم جوړه کړې چې د نیالګیو له کېنولو وروسته پالنې ته یې هم ځانګړې پاملرنه وکړي.
































