مالیې وزارت ویلي چې د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته په ټولو دولتي ادارو کې له فساد سره جدي مبارزه شوې، چې له امله یې د ملي بودجې د لګښت په برخه کې د فساد کچه صفر شوې ده. د ماليې وزارت ویاند له ملي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې د روان کال په پرتله به راتلونکی کال ټولو وزارتونو ته زیاته پراختیايی بودجه په واک کې ور کړل شي. د نوموړي په وینا؛ سږکال مالیې وزارت ته ۱.۵ میلیارده افغانۍ بودجه منظور شوې وه، چې ۹۰ سلنه یې لګول شوې او پاتې نوره به یې هم تر ټاکلې مودې په ښه ډول په مصرف ورسږي.
































