د خیبر پښتونخوا په دېره اسماعیل خان سیمه کې د پولیسو پر یوه مرکز د برید په پایله کې د دغه هېواد لس تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي. پاکستاني رسنیو د سیمه ییزو امنیتي مسوولینو له خولې لیکي چې دغه برید د ۳۰ تنه وسله والو له لوري ترسره شوی او نښتې شاوخوا دوه نیم ساعته دوام کړی دی. دغه برید داسې مهال رامنځته کیږي چې ټاکل شوې د پاکستان عمومي ټاکنې درې ورځې وروسته د روانې فبرورۍ میاشتې په اتمه نېټه ترسره شي.
































