د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف ویلي چې په ۲۰۲۳ کال کې یې ۷،۳ میلیونو وګړو ته د ژوند ژغورنې روغتیايي او خوراکي خدمتونه وړاندې کړي دي. دغه اداره وايي، هڅه کوي چې د مور او ماشوم د مړینې کچه راکمه کړي. دغه اداره همدارنګه وايي، ۹۵۰۰ قابله ګانې او روغتیا پالانې یې، مور او ماشوم ته په روغتیايي برخه کې د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې روزلې دي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق له لوري د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د مور او ماشوم د ساتنې او روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې روغتونونه جوړ شوي. خو لاهم په افغانستان کې د زیږون پر مهال د مور او ماشوم د مړینې پيښې ډیرې دي.
































