د پاکستان لومړی وزیر وایي د دوی د منځګړیتوب له امله د ایران او عربستان ترمنځ وسله واله نښته و نه شوه. عمران خان تازه له الجزیرې سره په خبرو کې ویلي پاکستان لا هم هڅه کوي د ایران او سعودي عربستان ترمنځ اړیکې ښې کړي. دده په خبره پاکستان د منځګړي رول ادا کوي، دغه فعالیت یو څه ورو خو اغېزناک دی. نوموړي ویلي که د پاکستان منځګړیتوب نه وی نو د سعودي عربستان او ایران تر منځ د وسله والې شخړې امکان شته و. هغه ټینګار کړی چې پاکستان به په سیمه کې د ثبات لپاره هڅو ته ادامه ورکوي. عمران خان داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې پاکستان د ګڼو نړیوالو بنسټونو له لوري په سیمه کې د بې ثباتیو په جوړولو او د ترهګرو په ملاتړ تورن دی.
































