د لوړو زده کړو وزارت او چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسولینو ویلي، چې راتلونکې اونۍ به په ننګرهار پوهنتون کې د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس ترسره شي. د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال ویلي، چې په دې کنفرانس کې به د سرپرست حکومت لوړپوړو چارواکو تر څنګ د کورنیو او بهرنیو پوهنتونونو استادان او متخصصین په حضوري او انلاین بڼه ګډون وکړي. د نوموړي په وینا؛ په دې کنفرانس کې به د ۱۴۰ مقالو او څېړنو په وړاندې کولو سره، هڅه وشي چې له اقلیمي بدلون څخه د افغانستان د زیانمنېدو په اړه علمي پایلې او موندنې له نړیوالو سره شریکې او په دې برخه کې خپل غږ اوچت کړي. ورته مهال د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مرستیال ویلي، چې د دې کنفرانس له لارې به پر افغانستان باندې د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو په اړه، د علمي مقالو او څېړنو پایلې له نړیوالو سره شریکې شي.
































