د هند په پلازمېنه کې د ډیلي پراختیایي ادارې له لوري د اخونجي په نوم د جومات د ودانۍ نړولو په دغه ښار کې د ګڼو خلکو غبرګونونه راپارولي او وایي، دوی ته د دغې ودانۍ د نړولو په تړاو هېڅ مالومات نه وو ورکړل شوي. نړۍوالو رسنیو د ځایي اوسېدونکو له خولې لیکلي چې دغه ځمکه دولتي نه ده او په خبره یي دوی د دغې ودانۍ قانوني اسناد لري. ورته مهال، الجزیرې ټلویزون داسې اسناد ترلاسه کړي چې ښیي د دغې ځمکې د ملکیت په اړه پرېکړه د محکمې له لوري ځنډول شوې ده. په راپور کې راغلي چې په دغه ودانۍ کې د جومات تر څنګ د بېسرپرسته ماشومانو ساتنه هم کېده.
































