د افغانستان او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د روانې لوبلړۍ یوازېنۍ ټېسټ لوبه کې کوربه سریلانکا لوبډلې بریا خپله کړه. سیالې لوبډلې د لوبې په څلورمه ورځ د افغان لوبډلې د ۵۶ منډو هدف له زیانه پرته بشپړ کړ او په دغه لوبه د لسو ویکټو په توپیر په خپله ګټه پای ته ورسوله.
































