د چاپېریال ساتنې ادارې مرستیال وايي، په افغانستان کې ۲۱ میلیونه وګړي د اقلیمي بدلون له امله د څښاک د اوبو له کمښت سره مخ دي. نوموړي دغه څرګندونې نن په کابل کې په یوه خبري غونډه کې کړې دي. د هغه په وينا، جګړې د دې لامل شوي چې افغانستان د اقليمي بدلون له امله جدي زيان وویني. تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونیسف ویلي وو چې په افغانستان کې له هرو ۱۰ کسانو ۸ یې ناپاکې اوبه څښي او ۹۳ سلنه ماشومان په هغو سیمو کې ژوند کوي چې د اوبو له پلوه، ګواښ سره مخ دي. همداراز د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) راپور ورکړی چې اقلیمي بدلون په افغانستان کې اوبو ته د کورنیو لاسرسی ۶۰ سلنه کم کړی دی.
































