د چیلي په والپارایسو سیمه کې ځايي چارواکي وايي، د ځنګلي اورلګېدنې لږترلږه ۱۲۰ کسان وژلي دي. ولسمشر ګابریل بوریچ بېړنی حالت اعلان کړی او ویلي یې دي چې له وضعیت سره مقابلې لپاره به ټولې اړینې سرچینې برابرې کړي. اکثریت قربانیان داسې خلک دي، چې د دوبنیو رخصتیو پر مهال دې ساحلي سیمې ته په چکر او تفریح تللي. د چیلي روغتیا وزارت هم والپارایسو سیمه کې روغتیايي خبرداری خپور کړی دی. دغه وزارت د غیر عاجلو جراحي عملیاتو د ځنډېدو غوښتنه کړې او په سیمه کې یې د لنډمهاله روغتون پرانیستل کېدو ته اجازه ورکړې ده.
































