په اروزګان ولایت کې د ټولو بهرنيو او کورنیو موسسو شمېر ۳۳ ته رسېږي، چې سږ کال يې په دغه ولایت کې د ۳۵ میلیونو ۱۷۱ زره ډالرو په لګښت په تعلیمي، روغتیایي، کرنې او مالدارۍ، پراختيايي او بشري برخو کې بېلا بېلې پروژې پلې کړي چې ۱۴۷ زره کسان يې له خدمتونو څخه برخمن شوي دي.
































