د هلمند په خانشین، ګرمسېر، ګرشک، کجکي او موسی کلا ولسوالیو کې د ۲۸ میلیونو افغانیو په لګښت د اوبو رسولو شپږ شبکې جوړې شوې چې پر مټ یې ۱۲۱۵ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې. د دغو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، د پاکو اوبو د نهشتون له کبله له ستونزو سره لاس او ګرېوان وو، خو د دې شبکو په جوړېدو سره اوس دا ستونزې هوارې شوې دي.
































