ملګري ملتونه وايي، چې بریتانیا په افغانستان کې د خوړو له نړیوال پروګرام سره شاوخوا ۳۶،۵ میلیونه امریکايي ډالر مرسته کړېده. د خوړو نړیوال پروګرام وایي؛ یادې مرستې افغانستان کې دوه میلیونه کسانو ته ځانګړې شوې، چې یو میلیون کسانو لپاره به غنم، نباتي غوړي او حبوبات وپېري او پاتې نورو ته به نغدې پیسې وویشي تر څو د ژمي په موسم کې د اړتیا وړ خواړه واخلي. پرون له دې مخکې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا وویل چې جرمني په افغانستان کې د بشري مرستو له پروګرامونو سره د پنځه میلیون یورو بسپنه کړې ده.
































