په چین کې د افغان بار وړونکو ټولنې رییس خان اغا ګلزاد ویلي، چې اوس هم افغان سوداګر په کراچۍ بندر کې له ستونزو سره مخ دي او له ۱۰۰۰ ډېر کانټینرونه یې په دغه بندر کې بند پاتې دي. نوموړي ویلي، چې په کراچۍ بندر کې د افغانستان پر سوداګریزو توکو بندیزونو سوداګر زیانمن کړي او سرپرست حکومت باید دې ستونزې ته رسېدنه وکړي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال وايي، چې پاکستان باید په سوداګریزو توکو باندې لګېدلي بندیزونه لرې کړي. بلخوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال زیاتوي چې سرپرست حکومت په بېلابېلو هېوادونو کې د سوداګرو ستونزو حل ته ژمن دی.
































