د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولین په هرات کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې تر راتلونکو دو اونیو به د هرات ـ خواف اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او وارداتو بهیر پيل شي. د دوی په خبره د راتلونکي لمریز کال په لړ کې به د ایران او افغانستان تر منځ د اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې پنځه سوه زره ټنه سوداګریز توکي ولېږدول شي. مسوولین وايي، چې راتونکی پسرلی به د ایران او افغانستان تر منځ د اوسپنې پټلۍ له لارې د مسافرو تګ راتګ هم پيل شي. یوشمېر دولتي بنسټونه چې د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد په برخه کې رول لري وايي، چې د هرات ـ خواف اوسپنې پټلۍ په روزنک تمځای کې ټولې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
































