ټرمپ وایي په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی دی. ټرمپ له یوې امریکایي رسنۍ سره په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي امریکا د سرتېرو کمولو ته ژمنه ده، چې په لومړي سر کې به د سرتېرو شمېر اتو زرو او وروسته بیا څلورو زرو ته راښکته کړي. هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې د امریکا تر ولسمشریزو ټاکنو پورې ښایي په افغانستان کې د ۴ او۵ زرو ترمنځ امریکایي سرتېري حضور ولري. ټرمپ ټینګار کوي چې د سرتېرو د لا کمولو پر سر یې له چارواکو سره سلا مشورې روانې دي او ژر به یوې پایلې ته ورسېږي. تر دې وړاندې هم امریکایي چارواکو د سرتېرو پر کمولو ټینګار کړی دی او له طالبانو سره د هوکړې له مخې په لومړۍ مرحله کې باید ددغه سرتېرو شمېر ۴۵۰۰ کسانو ته راښکته کړل شي.
































