د افغانستان په ګډون د مرکزي اسیا بزګشۍ فدراسیونونو مشرانو په یوې انلاین غونډه کې پرون پرېکړه کړې، چې د روان ۲۰۲۴ کال په سېپټمبر میاشت کې به د قزاقستان په کوربتوب د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ترمنځ د بزکشۍ نړیوالې سیالۍ ترسره شي. د مسوولینو په خبره دې سیالیو ته به د افغانستان بدني روزنې رهبرۍ او د ولایتونو د بزکشۍ فدراسیونونو سره په همغږۍ یوه پیاوړې لوبډله چمتو کړي.
































