په کابل کې یو شمېر متقاعدینو یو ځل بیا له سرپرسته حکومته و غوښتل چې د دوی د تقاعد پیسې دې ورکړي. دوی وايي، چې په ځلونو یې خپل غږ پورته کړی، خو د سرپرست حکومت له لوري يې د قناعت وړ ځوان نه دی ترلاسه کړی. د سرپرست حکومت ویاند وايي، چې د متقاعدیونو د حقوقو د ورکړې قانون د توشیح لپاره د سرپرست حکومت مشر ته لېږل شوی دی. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم متقاعدینو د خپلو حقوقو د نه ورکول کېدو له امله څو ځلې په کابل کې اعتراض کړی دی.
































