د کندهار ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، تر دې دمه یې په دې ولایت کې پر ۳۴ زره کروندګرو د غوره حاصلاتو او کرکیلې په موخه اصلاح شوي تخمونه ویشلي دي. مسوولینو دغه راز زیاته کړې، چې سږ کال په دې ولایت کې پر ۹۶ زره جریبه ځمکه غنم کرل شوي، چې تمه ده د تېر کال په پر تله به یې حاصلات هم زیات وي. سربېره پر دې چې د سرپرست حکومت د کرنې مسوولین د خپلو لاسته راوړنو په اړه خوښ خو خلک تمه لري، چې لاهم دغه هڅې ګړندۍ کړي تر څو د کروندګرو لپاره کروندې لا هم ګټورې شي.
































