د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو محترریاست مسولین وایي، چې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د ۳۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه ستر سوداګریز مارکېټ چارې پیل شوې. د یاد ریاست په وینا؛ دغه مارکېټ په شپږو پوړونو کې جوړېږي، چې د رغنیزو چارو د کیفیت خوندیتوب او معیار څارنه یې د یاد ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست په غاړه ده.
































