د پکتیا د کار او ټولنيزو چارو رياست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د یونېسف په مالي لګښت ۱۲۸ کسانو ته د حرفوي زدهکړو په موخه شپږ میاشتنی پروګرام پیل شوی دی. دې پروګرام کې ګڼشمېر هغه کسان چې وزګاره وو او له اقتصادي ستونزو کړېدل، دې پروګرام کې شامل شوې دي. د یاد ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس محمدرحیم نصرت وايي چې د حرفوي زدهکړو ياد پرګرام کې د موبايل جوړونې او برښنا برخو کې زدهکړې ورکول کېږي چې مالي لګښت یې یونېسف ورکوي. نوموړي وويل چې په راتلونکې کې به یوشمېر نورو ځوانانو ته هم د کار او ټولنيزو چارو رياست په بوديجه د حرفوي زدهکړو زمينه برابره کړي.
































