د کندوز د ټولګټو ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په قلعهذال ولسوالۍ کې يې په پنځه میلیونه افغانیو یو ویجاړ شوی پُل بېرته ورغاوه. دغه پُل چې د یادې ولسوالي دوه پراخې سیمې «د ولسوالي مرکز او اقتپه» سره نښلوي، د یاد ریاست په بودجې بیارغول شوی دی. د کندوز د ټولګټو رییس عبدالخالق حقمل وايي چې د دغه پُل د رغونې چارې د روان کال لړم میاشت کې پیل شوې وې چې نن بشپړې او ګټېاخیستنې ته وسپارل شو. د کندوز قلعهذال اوسېدونکي هم خوښ دي چې دغه ویجاړ شوی، پُل بېرته ورته ورغول شو او په وینا یې، له دې وړاندې به یې له سند د اوښتو لپاره کښتۍ کاروله چې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو.
































