د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش د کرونا وبا له امله د نړۍ په کچه د ښوونځیو پر تړل کېدو اندېښنه څرګنده کړې ده. ګوترش وایي، د کرونا له امله د نړۍ په ۱۶۰ هېوادونو کې ښوونځي تړلي او شاوخوا یو میلیارد زده کوونکي له زده کړو لرې پاتې شوي دي. هغه د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې، اوس نړۍ له یوې نسلي فاجعې سره مخ ده او دا چاره کولی شي بې شمېره بشري ظرفیتونه له نابودۍ سره مخ کړي. ګوترش ویلي، حکومتونه باید ښوونځیو ته د زده کوونکو تګ لپاره د امنې فضا رامنځته کول خپل لومړیتوب وګڼي او د یادې وبا تر کنټرول وروسته ژر تر ژره ښوونځي بېرته پرانیزي.
































