د عامې روغتیا سرپرست وزیر د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو له وضعیت څخه د کتنې او د روغتیايي سکټور پر وړاندې د شته ننګونو د اورېدو په موخه جوزجان ولایت ته سفر کړی دی. ډاکټر قلندر عباد د جوزجان له ډاکټرانو سره په لیدنه کې وویل چې ټول روغتیايي پرسونل باید د غوره روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره هلې ځلې وکړي او موږ هم د هېواد لرې پرتو سیمو ته د روغتیايي خدمتونو د غځولو زمینه برابروو. نوموړي زیاته کړه د روغتیايي خدمتونو سېستم د خلکو له اړتیاوو سره برابر نه دی او دا د هېواد د روغتیا ریاست د ټولو منسوولینو دنده ده، چې د معیارونو په نظر کې نیولو، کیفیت او د ټولنې د ټولو طبقو لپاره یو شان خدمتونه د برابرۍ په برخه کې هڅې وکړي.
































