افغانستان کې د جاپان سفیر تاکویوشي کورمایا د لوړو زدهکړو له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره مرستو ته تیار دی او د بشري مرستو تر څنګ د بنسټیزو پروژو پلي کولو کې هم بشپړه همکاري کوي او زیاته کړې یې ده، چې سربېره پر دې جاپان د ناڅاپي پېښو او بېړنیو حالاتو پر مهال هم له افغانستان سره مرستو ته تیار دی. په دې لیدنه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر غوښتنه کړې؛ ترڅو یاد هېواد د افغانستان د تحصیلي نظام په پیاوړتیا کې همکاري وکړي او له نړیوالو سره د افغانستان حقیقي انځور شریک کړي.
































