په بغلان ولایت کې د ۷۲ میلیونه افغانیو په لګښت د بوغابي سړک د سیخ لرونکي کانکریټ اچولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. یاد سړک ۲.۱ کیلومتر اوږدوالی او ۹ متره پلنوالی لري. د بغلان د ټولګټو چارو رییس ویلي، چې د یاد سړک د رغولو لګښت د ټولګټو چارو وزارت له بودجې ورکړل شوی دی. یو شمېر موټر چلوونکي وايي، سرپرست حکومت دې د لویو لارو ساتنې او بیارغونې ته پام زیات کړي.
































