د ترکمنستان پلازمېنه عشق اباد کې د روسیې تجارتي فدراسیون استازولۍ رییس الکساندر الیزاروف په ترکمنستان کې د افغانستان له سرپرست سفیر فضل محمدصابر سره په کتنه کې په سوداګریزو، اقتصادي، ټرانسپورټي او د افغانستان او روسیې ترمنځ پانګونې په اړه خبرې کړې دي. په عشق اباد کې د افغانستان سفارت پر ټویټر پاڼه لیکلي، په دې کتنه کې الکساندر الیزاروف ویلي، ګڼ شمېر روسي شرکتونه چمتو دي، چې د افغانستان مارکېټ ته لار ومومي او د افغانستان د اړتیا وړ توکو برابرولو ترڅنګ په ټولنیزو او عام المنفعه پروژو کې ګډون او پانګونه وکړي. په دې کتنه کې د افغانستان سفیر فضل محمد صابر په افغانستان کې د هر ډول بهرنۍ پانګونې ملاتړ کړی دی. صابر ډاډ ورکړی چې سرپرست حکومت په هېواد کې د پانګونې لپاره هر ډول اسانتیاوو برابرولو ته چمتو دی.
































