د پکتیکا د پاسپورټ مدیریت مسوولین وايي، چې د یاد ولایت د پاسپورټ مدیریت د پاسپورټونو د وېش له کبله نږدې ۵۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د پکتیکا د پاسپورټ مدیر حکیم خان سروري وویل، چې د یاد ولایت د پاسپورټ مدیریت ۹۷۳۵ ټوکه پاسپورټونه وېشلي چې له دې لارې ۵۲ میلیونه ۸۳۸ زره ۲۸۴ افغانۍ عواید د تېرو لسو میاشتو په بهیر کې راټول کړي او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي. نوموړی زیاتوي، چې د متقاضیانو لپاره ځينې نورې اسانتیاوې هم رامنځته شوي، ترڅو په اسانۍ سره پاسپورټونه ترلاسه کړي.
































