د کندهار ولایت د حج او اوقافو ریاست مسوولین وایي، په دې ولایت کې د حج اداینې لپاره شاوخوا ۲۰ زره کسانو نوم لیکنه کړې، چې له دې ډلې به یې سږ کال ۲۵۰ عام وګړي او ۵۲۵ نظامي کسان واستول شي. د کندهار د حج او اوقافو رییس ویلي، چې پروسه یې شفافه ده او هیڅ ډول درغلۍ کوونکي ته به اجازه ورنکړي، چې دوستي او ملګريتوب وپالي او هرڅوک به د یوې شفافې پروسې له لارې د دې سفر لپاره په نښه کېږي. پر همدې مهال د حج فریضي اداکولو لپاره تلونکي کسان هم خوښ دي. چې د سرپرست حکومت د مسوولینو له لوري د پچې اچونې پروسه ډېره شفافه ترسره شوې ده.
































