د «ینکي» په نوم د یو چینايي شرکت مسوولینو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له سرپرست سره په کتنه کې، په هېواد کې د حرفوي زده کړو په برخه کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې ده. په دې کتنه کې د «ینکي» شرکت مسوولینو ویلي چې د چین له لوري افغانستان ته رالېږل شوی، ترڅو په افغانستان کې د حرفوي زده کړو په برخه کې پانګونه وکړي. هغوی د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړي او زیاته کړې یې ده چې اساسي موخه یې په افغانستان کې د بازار لپاره د مسلکي قوې روزنې لپاره د یوه حرفوي انستیتوت جوړول دي. د یاد شرکت مسوولینو همدارنګه په افغانستان کې پر بشپړ امنیت خوښي څرګنده کړې او ویلي يې دي چې زیات شمېر چینایي شرکتونه په افغانستان کې د پانګونې لېوالتیا لري.
































