پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې نن په بلوچستان ایالت کې په دوو بېلابېلو چاودنو کې لږ تر لږه ۲۷ تنه وژل شوي او ۴۰ تنه نور هم ټپیان شوي دي. په راپور کې راغلي چې چاودنې د ټاکنو د نوماندانو د دفترونو تر څنګ رامنځ ته شوي دي. په راپور کې د روغتیایي مسوولینو له خولې لیکل شوي چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي خو په خبره يې د ډېرو ټپيانو وضعیت وخیم دی. ټاکل شوې سبا ورځ پنجشنبه د پاکستان عمومي ټاکنې ترسره شي.
































